د ځوانانو طرحه

د ځوانانو طرحه

20151026

یاران، د روشن شرکت له خوا د افغانستان ځوانانو لپاره یو نوی نوښت.

کله چې پوهنتون له روشن شرکت سره هوکړه لیک، لاسلیک کړي، د اړوند پوهنتون محصلین کولای شي، په لاندې ټولو پروګرامونو کې چې د روشن له خوا وړاندې کیږي، ګډون وکړي.


1. روزنیز پروګرامونه
2. د دندې اړوند پروګرامونه
3. ورزش
4. بوختیا
5. د رضا کارانو کلپ
6. د کار د زده کړې پروګرام

روزنیز پروګرامونه:

1. د کال د غوره محصل بورس:

  • هر کال، به محصلین د کال د غوره محصل په سیالیو کې تر بریا وروسته، د پوهنتون یو کال فیس او یا دوه زره امریکايي ډالر د خپل ځان کړي.
  • هر پوهنتون، خپل څلور تکړه محصلین غوره کوي او د سیالۍ لپاره یې معرفي کوي.
  • له دغو محصلینو به یوازې یو کس د دې وړ وي چې په سیالۍ کې د کال د غوره محصل جایزه خپله کړي او ګټونکی محصل به له یوې داخلي ازموینې وروسته ټاکل کیږي.
  • ګټونکی کس به د روشن یوه ځانګړې جایزه او یو ستاینلیک تر لاسه کړي او انځور به یې چوکاټ او د خپل نوم سره به یی په پوهنتون کې وځړول شي.
  • یوازې د یاران سیمکارت لرونکي کولای شي په دغه سیالۍ کې ګډون وکړي.
  • هیڅ ډول نغدې پیسې به چا ته ورنه کړل شي او د ګټونکي کس فیس به په مستقیم ډول پوهنتون ته ورکړل شي.

2. ټلویزیوني پروګرام:

  • له دغه پروګرام څخه په ګټې اخیستنې، د ښوونځي زده کوونکي کولی شي په پوهنتون کې د زده کړو لپاره بورس تر لاسه کړي.
  • موږ له لیسو څخه په دغه پروګرام کې د ګډون لپاره ټیمونه راغواړو.
  • ګډونوال باید د بریا لپاره په حذفي سیالۍ کې ګډون وکړي.
  • ګټونکو ته د افغانستان په دننه کې د هر پوهنتون لپاره چې وي یو کلن بورس، په پام کې نیول شوې.
  • یوازې د یاران سیمکات درلودونکي کولی شي په دغه سیالۍ کې ګډون وکړي.

3. تحصیلي نندارتون:

  • روشن په پام کې لري تر څو په کابل کې یو تحصیلي نندارتون جوړ کړي
  • دغه نندارتون به د ځوانانو (چې ډېری به یې د لیسانس دوری څخه وي) لپاره یوه عیني تجربه په واک کې ورکړي، د هغو ځوانانو لپاره چې غواړي د خپلې تحصیلي رشتې اړوند دندو له وضعیت خبر شي.
  • دغه پروګرام، محصلینو ته لارښود وړاندې کوي چې په مرسته یې کولی شي د خپل ځان لپاره تر ټولو وړ او مناسبه دنده پیدا کړي.
  • موږ د خپلو پیرودونکو لپاره، بلنلیک د لیکلي پيغام له لارې ور لیږو.
  • هغه پوهنتونونه چې له روشن سره یې یادښتونه لاسلیک کړي، کولی شي په وړیا ډول او یا د لږو پیسو په بدل کې، په نندارتون کې ګډون وکړي.

د دندې اړوند پروګرامونه:

1. سیمینارونه او ورکشاپونه:

  • روشن، هغه فعالیتونه چې په دندو پورې اړه لري وړاندې کوي، چې د صنعت په برخه کې به رهبران ورته راوبولي. روشن به همدا ډول د ګډون کوونکو پوهنتونونو لپاره اړوند سیمنارونه او ورکشاپونه هم ترتیب کړي.
  • اړوند موضوعات به انتخاب کړل شي.
  • یوازې د یاران سیم کارت لرونکي کولی شي په دغو سیمینارونو او ورکشاپونو کې ګډون وکړي.
  • ځوانان به موکه ولري چې د دی برخې د رهبرانو سره وګوري او د خپل کاري ژوند په اړه لارښوونی تر لاسه کړي.

2. د رضاکارانو د کلپ پروګرام:

  • دغه پروګرام روشن هغو انګېزه لرونکو ځوانانو ته په پام کې نیولی چې کافي منابع نه لري او یا هم د خپلو هیلو د عملي کولو لپاره چانس نه لري او دوی همدا ډول له نورو سره مرسته کول غواړي.
  • د روشن رضا کاران، به له یاران څخه وړیا سوغاتونه تر لاسه کړي او دغو رضا کارنو ته موکه برابریږي چې له غیر دولتي بنسټونو، دولتي پروژو او نورو سازماونو سره کار وکړي.
  • یوازې د یاران سیمکارت لرونکي کولی شي په دغه کلپ کې ګډون وکړي.
  • دغه پروګرام د هغو دوو ننګونو د له منځه وړلو په هڅو کې دی چې ځوانان ورسره مخ دي:
  • په افغانستان کې د رضا کارانه دندې پیدا کول.
  • د ځوانانو په سوانحو کی په غیر دولتي بنسټونو او نورو سازمانونو کې د کاري تجربې ډېرول.
  • د دغه پروګرام ګډونوال به له روشن څخه ستاینلیک تر لاسه کړي.

3. د روشن د کارموندنې پروګرام:

  • د لیسانس دورې فارغینو او محصلینو ته به موکه برابره شي تر څو له روشن سره د شپږو یا اتو اونیو لپاره د بالعوضه کاري دوری څخه برخمن شي.
  • ګډون کوونکو ته به یو انلاین فورم په واک کې ورکړل شي چې لنډه پیژندنه یې د دغه فورم له لارې ثبت کړي.
  • یوازې د یاران سیمکارت پيرودونکي کولی شي په دغه پروګرام کې ګډون وکړي.
  • د دغه پروګرام موخه د ځوانانو د یوې اساسي ننګونې لیرې کول دي، چې دغه ننګونه د دې سبب شوې چی ځوانان د کاري تجربې د نه لرلو له امله د خپلی خوښی دنده نشي ترلاسه کولای.
  • د دغه پروګرام په مرسته به د ځوانانو کاري تجربه ډېره شي، او په لنډو سوانحو کې به یې له روشن مخابراتي شرکت سره د کار سابقه ور زیاته شي.
  • امکان لري روشن د اړتیا پر مهال په دغو ځوانانو کې بې مثاله استعداد ته په کتو، دوی له خپل ځان سره وساتي.

ورزش:

1. د افغانستان روشن فوټبال غوره لیګ

  • د یاران سیمکارت پیرودونکي کولی شي د روشن له څانګو څخه د افغانستان فوټبال غوره لیګ ټکټونه په وړیا توګه تر لاسه کړي.
  • د روشن له خوا د دغو ګډونوالو لپاره یوه بله ځانګړې ضمیمه هم په پام کې نیول شوې ده (هغوی کولی شي، د یاران د ځانګړې ټاپې په لرلو سره چې د ټکټونو پر مخ به یې وي، سټوډیوم ته ورشي).
  • دغو ګډونوالو ته به سوغاتونه هم ډالۍ شي.
  • په سټډیوم کې به د ډول وهونکو ډله هم وي تر څو ځوانانو ته ځواک ور وبخښي او لوبې په شور او شوق بدرګه کړي.
  • د غوره مینه وال سیالي هم د روشن له خوا رامنځ ته کیږي او غوره مینه وال ته به جایزه هم ورکول کیږي.

2. بډمېنټن:

  • د روشن د بازار موندنې ټیم، دغه ورزش د پوهنتونونو په انګړونو کې د خپل کپاین او بازار موندنې په وخت کی محصلینو ته وروپیژني او د بازار موندنې ټیم به له محصلینو سره یو ځای لوبې هم تر سره کړي. وروسته به د روشن له خوا د پوهنتونو ترمنځ د بډمنټن ټورنمټ جوړ شي.
  • ګټونکی ټیم به د دوو زرو ډالرو جایزه ترلاسه کوي.
  • ګډون کوونکي باید یاران سیمکارت ولري.

3. د بولېنګ سیالي:

  • روشن، به د کابل پوهنتونونو ترمنځ د بولینګ یو ټورنمټ جوړ کړي.
  • ګټونکی ټيم به د دوو زرو ډالرو جایزه تر لاسه کړي.
  • یوازې د روشن سیم کارت لرونکي کولی شي په دغو سیالیو کې ګډون وکړي.

بوختیا:

1. د موسیقي ډلو ترمنځ سیالي:

  • د پوهنتونونو له محصلینو غوښتل کیږي چې د موسیقي یوه ډله رامنځ ته کړي (سندرغاړی- د موسیقي الو غږوونکي).
  • د موسیقي ډلو ته د دریو میاشتو لپاره د تیاریو او تمرین موکه ورکول کیږي.
  • وروستی پروګرام به په مرکزي پوهنتونونو کې جوړ شي.
  • هغه نندارچیان چې یاران سیمکارت لري، په وړیا توګه به د داخلیدو اجازه ورکړل شي- نور خلک باید پیسې ورکړي.
  • د دغه پروګرام لپاره، به پریکړه کوونکي نوموتي سندرغاړي او د افغانستان د موسیقي زده کړي د مرکزونو څخه راوبلل شي
  • ګټونکي به جایزې تر لاسه کړي او روشن به ګټونکو ته دا زمینه برابره کړي چې خپل لومړنی البوم ثبت کړي.
  • غوره سندرې به د اړیکو د نغمو په ډول په کهکشان فلټ فورم کې د لاسرسي وړ وي او ګټه به یې پنځوس- پنځوس د ګټونکي او شرکت ترمنځ ویشل کیږي.