حقوقي مسایل

یاران ویب پاڼي (سایټ) ته د لاسرسي لپاره تاسې هوکړه کوئ تر څو هغه شرایط او ضوابط چې لاندې تشریح شوي او همدا ډول د ام- پیسه له شرایطو او ضوابطو سره چې د دغه سایټ په ام –پیسه پاڼو کې دي پیروي وکړئ.
که د ام –پیسه له شرایطو سره چې د سایټ په ام- پیسه پاڼو کې د پلي کېدو وړ دي هوکړه نه کوئ نو ښايي له دغه سایټ څخه ووزئ.

1. د ضمانت نه منل

روشن په منطقی ډول کوښښ کوي چې د دغه سایټ له اپډېټ څخه باوري شي او همدا ډول هغه معلومات چې په دغه سایټ کې وړاندې کیږي دقیق او باوری وي.
په دغه سایټ کې بدلون تر ډېره له مخکینۍ اطلاع پرته تر سره او پلی کیږي.
روشن، تر روشن پورې اړوند شرکتونه او ټول رییسان، متصدیان، کارکوونکي، سلاکاران او استازي یې او همدا ډول موږ، د دی سایټ د معلوماتو د دقت، بشپړتیا، د اعتماد وړ او داسی نورو هیڅ ډول ضمانت نه کوو.
په دغه سایټ کې هیڅ شی، له معرفي شویو محصولاتو او خدمتونو له ډلې یې، نه شي کیدلی کومه ماده یې له هغه تړون سره چې اوس یې له روشن سره لرئ زیاته کړئ او یا هغې ته بدلون ورکړئ.
په دغه سایټ کې شته معلومات یوازې له معلوماتو څخه د ګټې اخیستنې لپاره دي او له هغه څخه موخه د پیرودونکو غوښتنو ته ځواب ویل نه دي.
هر شی چې په دغه سایټ کې پیدا کیږي یوازې “په همغه ډول چې دي” باید مشاهده او ګټه ترې واخیستل شي، پرته له هیڅ ډول ضمني او یا غیر ضمني ضمانت څخه.
د دغه سایټ منځپانګه باید یوازې د شخصي او غیر سوداګریزو موخو لپاره په پام کې ونیول شي. د سایټ منځپانګه باید د درییمو اشخاصو لپاره بیا تولید نشي. د دغه سایټ هر ډول منځپانګه او له هغه څخه احتمالی خطرونه یوازې ستاسې په غاړه دي.
هغه مهال چې د دی ویبسایټ څخه ډاونلوډ شوی فایل ستاسې کمپیوټر ویروسي کړي او یا زیان ورته ورسوي او یا ستاسې د ډېټا له منځه تلو سبب شي، ټول مسوولیت او احتمالي خطر یې یوازې ستاسې په غاړه دی.
تاسې په صراحت هوکړه کوی چې له دغه سایټ څخه ګټه اخیستنه او له هغه څخه احتمالي خطرونه یوازې ستاسې په غاړه دي.

2. غیر قانوني یا ممنوعه ګټه اخیستنه جواز نه لري

له دغه سایټ څخه د ګټې اخیستنې له شرطونو څخه یو دا دی چې کاروونکی نه باید له دغه سایټ او یا یې له منځپانګې څخه داسې ګټه واخلي چې په سایټ کې د شرایطو او ضوابطو د قوانینو له مخې غیر قانوني وي.

3. له روشن پرته نوروسایټونو ته لېنک

هغو ویب پاڼو ته چې په سایټ کې د موجود لېنک له لارې هغه ته لاسرسی پیدا کوئ یوازې د کاروونکو د اسانتیا لپاره برابر شوي او د درېیم شخص له خوا په مستقل ډول مخکې نه وړل کیږي.
روشن د لېنک شویو سایټونو د منځپانګې د د دقت او سمون مسوول نه دی او ددغه ډول درېیمو اشخاصو محصولات او خدمتونه نه تاییدوي.
د درېیم شخص لینک شویو سایټونو ته لاسرسی او یا یې له معلوماتو څخه ګټه اخیستنه د کاروونکي له صلاحیتونو څخه دي او له هغه څخه احتمالی خطرونه به هم یوازې ده ته متوجه وي.

4. سایټ ته لاسرسی: امنیت

له دغه سایټ څخه ګټه اخیستنه وړیا ده او د ټولو لپاره د لاسرسی وړ دی
له دغه سایټ څخه د ګټې اخیستنې او لاسرسی لپاره روشن له تاسې څخه لګښت نه غواړي. خو د انټرنیټ لګښت چی تاسی یی مصرفوئ، ستاسی په غاړه دی.

5. اصلاحات

د دغه سایټ شرایط او ضوابط ښايي د روشن شرکت په بشپړ واک سره اصلاح او بدلون ومومي.
دغه بدلونونه د خپرېدلو له نیټې سره سم، زر تر زره عملي کیږي.
تاسې هوکړه کوئ چې دغه سایټ ته د لاسرسي پر مهال یې کله- کله شرایط او ضوابط وګورئ.
له دغه سایټ څخه ستاسې دوامداره ګټه اخیستنه په دې معنی ده چې تاسې په شرایطو او ضوابطو کې له هر ډول بدلون سره بشپړ توافق لرئ.

6. د بیو جزیات

په دغه سایټ کې درج شوي معلومات ښايي بدلون ومومي
په دغه سایټ کې ټول وړاندې شوي محصولات او خدمتونه، دهغو تر موجودیت پورې مشروط دي
د محصولاتو او خدمتونو په اړه هغه اعلام شوې بیې چې په سایټ کې شته، تر ډېره به بدلون مومي.
په دغه سایټ کې موجود معلومات الزاماً د اوسنیو بیو ښودونکي نه دي او همدا ډول الزاماً د دغه ډول خدمتونو او محصولاتو په معني نه دي نو د هر ډول جنجال د پيښېدو پر مهال، دغه معلومات د پلي کیدو وړ نه دي.
د وروستیو بیو، خدمتونو او محصولاتو له موجودیت څخه د خبراوي لپاره مهرباني وکړئ د یاران له یوې څانګې او د یاران یوه مجاز پلورونکي سره په اړیکه کې شئ.

7. د سپارښتنې ثبت

په دغه سایټ کې وړاندې شوي معلومات یوازې د یاران د محصولاتو او خدمتونو د لاسرسي او ارزونې لپاره تیار شوي.
په دغه سایټ کې شته منځپانګه د هیڅ ډول خدمتونو او محصولاتو د خرڅلاو د وړاندیز لپاره چې په سایټ کې ذکر شوې نه ده.

8. د مالکیت حق

په دغه سایټ کې ټولې استفاده شوې سوداګریزې لوګو ګانې، ډيزاینونه، غږونه او نومونه او په دغه سایټ کې ټول تشریح شوي خدمتونه او محصولات د یاران سوداګریز مارک پوری اړه لري او بشپړ مالکیت یې دی.
تاسې باید په سایټ کې له دغو لوګوګانو، ډیزاینونو، غږونو او نومونو او همدا ډول خدمتونو او محصولاتو څخه داسې ګټه واخلئ چې د یاران د سوداګریزو نومونو او مالیکت حقوق نقض نه شي.
د یاران له سوداګریزو لوګو ګانو، ډيزاینونو، غږونو او نومونو او همدا ډول محصولاتو او خدمتونو څخه د غیر قانوني ګټې اخیستنې ځینې بېلګې په دې ډول دي.

  1. ستاسې د خپلې سوداګرۍ د نوم لپاره ګټه اخیستنه او یا د نورو مواردو د منځته راوړلو په وخت کی ګټه اخیستنه.
  2. داسې ګټه اخیستنه چې پيرودونکي د یاران په اړه تشویشي او ګیچ کړي
  3. د هغو محصولاتو د پيژندنې لپاره چې اړوند نه دي.
  4. د هغو محصولاتو او خدمتونو د ضمني او غیر ضممني تایید لپاره چې اړوند نه دي او یا
  5. د یاران لوګوګانې، ډيزاینونه، غږونه او سوداګریز نومونه او د یاران محصولات او خدمتونه. یاران د افغانستان مخابراتي پراختیا د شرکت (روشن )سوداګریز ثبت شوی نوم دی.

د دغه سایټ ټول شته او پټ توکي د کاپي رایټ تر قوانینو او د افغانستان اسلامي جمهوریت د سوداګریزو نومونو تر قوانینو لاندې ساتل کیږي. د سایټ له منځپانګې څخه د هر شخص هر ډول غیر مجازه ګټه اخیستنه به عدلي او قضايي پوښتنه ولري.

9. څارنه/ د اړیکو ثبت

په یاران ویبسایټ کی ټول موجود معلومات په بشپړ ډول محرمانه دي.
همدا ډول ، د اړیکو، ایمیلونو، لیکلو پیغامونو او یا ستاسې د نورو اړیکو څارنه او ثبت ښایې له قانون سره سم ترسره شي، په تېره د یاران د سوداګریزو موخو لپاره لکه د کیفیت کنټرول او زده کړې، د یاران له مخابراتي سیسټم څخه د غیر مجازې ګټې اخیستنې د مخنیوي، د سیسټم د سم کارکولو او یا د احتمالي غولونې د مخنیوي او پيژندنې لپاره.

10. حاکم قوانین

د دغه سایټ شرایط او ضوابط د افغانستان اسلامي جمهوریت قوانیونو تر حاکمیت لاندې دي. کاروونکی په ښکاره هوکړه کوي چې دغو قوانینو ته پابند وي.

11. د زیانونو جبران

تر وروستۍ درجې چې اړوند قوانین اجازه ورکوي، تاسې د کاروونکي په بڼه په ښکاره هوکړه کوئ، چې له یاران، له یاران سره تړلو شرکتونو، اړوندو شرکتونو، له رییسانو، متصدیانو، کارکوونکو، سلاکارانو، او استازیو څخه یې په لاندې مواردو کې دفاع او د زیانونو جبران کوئ.

(1) د دغه سایټ د شرایطو او ضوابطو د هرې مادې د نقض او یا (2) د زیانونو او نورو لګښتونو هر ډول تقاضا، له هغه څخه را برسیره شوی مسوولیت او د دغه سایټ د هر ډول شرایطو او ضوابطو د نقض څخه رامنځ ته شوې هر ډول لګښت.

یاران د افغانستان د مخابراتو د پراختیا شرکت ثبت شوی سوداګریز نوم دی چې رسمي او ثبت شوی آدرس یې په لاندې ډول دی:
افغانستان، کابل، وزیر اکبرخان، اصلي سړک، د کور شمېره 13