mpaisa1

د ام- پيسه په اړه

ام- پیسه ستاسې موبایل په یوه ډيجيټلي جیبي بکس بدلوي چې په کارولو یې کولی شئ هر وخت او هر ځای پیسې تر لاسه کړئ. ام- پیسه یوه چټکه او باوري لاره ده چې خدمتونه یې د ټول هېواد په کچه شته او د هېواد تر ټولو ستری مخابراتي شبکې له خوا یې ملاتړ کیږي.

ام- پیسه کوم خدمتونه وړاندې کوي؟

  • د افغانستان هر ځای ته، هر وخت په اسانه، چټکه او خوندي توګه پیسې واستوئ.
  • کولای شئ له خپل ام-پیسه حساب سره د خپل موبایل له لاری او یا هم له هغو پلورنځیو له لاری چې ام-پیسه خدمتونه وړاندې کوي د خپل ځان او نورو لپاره کرېډېټ واخلئ.
  • د ام-پیسه په څانګو او یا همکارو ادارو کې د خپل موبایل له حسابه پیسې تر لاسه کړئ، د ATM ماشینونه هم په ټول هېواد کې شته چې کولای شئ له هغه پسې تر لاسه کړئ.
  • د برېښنا بل، د ډاکټر نسخه، د ټلویزیون د کیبلي خدمتونو لګښت او نور لګښتونه د خپل موبایل له لارې ورکړئ.
  • د خپلو ورځنیو پېرودنو او همدا ډول د هوايي ټکټونو او نورو خدمتونو ورکړئ..
  • د پورونو د ورکړې څانګې له لارې د وړو پور ورکوونکو موسسو پورونه ادا کړئ. د دغو خدمتونو له لارې، ستاسې ورکړه په خپل وخت ترسره کېږي او ستاسې د سفر په لګښت کې کموالی راولي او د پورونو د بیرته ادا له غوره نرخونو څخه به برخمن شئ
  • خپل معاش مو په مستقیم ډول خپل ام-پيسه حساب ته ولیږدوئ.
  • له خپل موبایل څخه مو خپل بانکي حساب ته لاسرسی ولرئ او خپل ام-پیسه حساب ته مو پیسې ولېږدوئ.
  • په هغه صورت کې چې خپل بانکي حساب مو له ام-پیسه حساب سره تړلی وي، کولای شئ د دغو دوو حسابونو ترمنځ پیسې ولیږدوئ.

څنګه کولی شم د ام-پسه خدمتونو لپاره ځان راجسټر کړم؟  

له ام-پیسه خدمتونو څخه د ګټی اخیستلو لپاره، د ام-پیسه په یوه رسمي څانګه کې چی په هیواد کی سرتاسره شته، په وړیا توګه ځان راجسټر کړئ.

  • د روشن سیمکارت (د اړیکې شمېره)
  • تذکره (اصلي)
  • نوی او رنګه انځور- د پاسپورټ د انځور په اندازه

د ام-پیسه څانګې کوم خدمتونه وړاندې کوي؟  

د ام- پیسه یوې څانګې ته ورشئ تر څو وکولای شئ:

  • په خپل ام-پیسه حساب کې پیسې زیاتې کړئ.
  • د ام-پیسه له حسابه خپلې پیسې ترلاسه کړئ.
  • خپلی روشن شمېرې او همدارنگه نورو روشن شمیرو ته کرېډېټ واخلئ. تاسو کولای شئ په ام-پیسه خدمتونو کی راجستر شوو او یا هم نا راجسترو پیرودونکو ته کریډیټ واخلئ.
  • ځانونه راجسټر کړئ چې د ام-پیسه له خدمتونو خوند واخلئ.

چیرته کولی شم د ام-پیسه یوې څانګې ته لاسرسی پیدا کړم؟  

د ام-پیسه څانګو د ټولو ادرسونو د کتلو لپاره، دلته کلیک وکړئ.

چیرته د ام-پیسه له خدمتونو څخه ګټه اخیستلی شم؟  

د هغو ځایونو د بشپړ لست د کتلو لپاره چې د ام-پیسه خدمتونو پکی د اعتبار وړ دي، دلته کلیک وکړئ

کوم بانکونه د ام-پیسه خدمتونه وړاندې کوي؟  

د ام-پیسه خدمتونو د همکارو بانکونو د ادرسونو بشپړ لېست د کتلو لپاره دلته کیک وکړئ.
ام-پيسه د داخلي سوداګریزو بانکونو سره په ګډه کار کوي تر څو د پیسو زیاتولو او پیسو اخیستلو په څېر خدمتونه وړاندې کړي. په دغو بانکونو کې عزیزي بانک، د افغاانستان نړیوال بانک او افغان یو نایټېډ بانک شامل دی.

د ام-پيسه په اړه معمولې پوښتنې او ځوابونه  

    • که زما سیمکارت راجستر وي، بیا هم د ام –پیسه خدمتونو راجستر ته اړتیا لرم؟

هو، که ستاسې سیمکارت راجستر هم وي، بیا هم د ام-پيسه خدمتونو د فعالولو لپاره اړتیا ده چی د ام-پیسه په یوه څانګه کې ځان راجستر کړئ.

    • ایا په ام-پیسه کې د راجسټر لپاره باید پیسې ورکړم؟

نه، په ام-پیسه کې راجسټر وړیا دی.

    • ایا کولی شم په یوه وخت دوه حسابونه ولرم؟

نه، د افغانستان بانک قانون ته په کتو، د ام-پیسه پیرودونکی په ام-پیسه کې یوازې یو حساب پرانیستلی شي.

    • که د روشن پيرودونکی نه وم، په ام-پیسه خدمتونو کې راجسټر کیدلی شم؟

ام-پیسه خدمتونه د روشن له خوا وړاندې کیږي. په ام-پیسه کې د راجسټر کیدو لپاره باید تاسې د روشن فعال سیمکارت ولرئ.

    • ما مې خپل پڼ کوډ هېر کړی باید څه وکړم؟

د ام-پیسه د کومکي کرښې په مرسته له 333 شمېرې (د روشن پیرودونکو ته ځانګړې شوې) او یا هم 0799971313 شمېرې (د نورو داخلي شبکو پیرودونکو لپاره) سره په اړیکه کې شئ تر څو له تاسې سره ستاسې د کوډ په بیرته ترلاسه کولو کې مرسته وکړو.

    • ایا نورې پیسې، د بېلګې په ډول ډالر هم په خپل حساب کې ساتلی شم؟

نه، د افغانستان بانک له خوا له وضع شوو مقرراتو سره سم، ام-پیسه حساب یوازې د افغانیو لپاره د اعتبار وړ دی.

    • که زه نه اوسم، بل څوک کولی شي زما له ام-پیسه حساب څخه ګټه واخلي؟

ام-پیسه حساب له پټ کوډ سره چې تاسې ته ځانګړی شوی، خوندي ساتل کیږي. نو بل هیڅوک ستاسې د کوډ له لرلو پرته ستاسو د ام-پیسه خدمتونو ته لاسرسی نشي پيدا کولی. خو د راجسټر کولو پر مهال تاسې کولی شئ د نوم لیکنې فورم له لارې، کوم کس معرفي کړئ چې ستاسې د نه موجودیت په وخت کی ستاسې حساب ته لاسرسی ولري.

    • ایا په خپل موبایل کې د ام-پیسه د فعالولو لپاره، د کوم بانکي حساب لرلو ته اړتیا شته؟

نه، د بانکي حساب لرل اړین نه دي. په حقیقت کې ام-پیسه د یوه بانکي حساب په پرتله تاسې ته ښه او راحت خدمتونه وړاندې کوي.

    • ایا د ام-پيسه له لارې کولی شم د خپل بانکي حساب پیسو ته لاسرسی ولرم؟

هو، تاسې کولی شئ خپل د ام-پیسه حساب له خپل بانکي حساب سره ونښلوئ. له دغې لارې کولای شئ له خپل بانکي حساب څخه ام-پیسه حساب ته پیسې و لېږدوئ او یا هم برعکس ډول، همدا ډول کولی شئ په خپل بانکي حساب کې د پیسو اندازه وګورئ.

    • که خپل سیمکارت ورک ورکړم، ایا پیسې مې له لاسه ورکوم؟

نه، د سیمکارت ورکېدلو پرمهال، ستاسې پیسې ستاسې په حساب کې پاتې کیږي. تاسې ته باید وویل شي چې د سیمکارت تر ورکېدلو وروسته، سمدستي باید د ام-پیسه د کومکي کرښې سره په اړیکه کې شئ چې ستاسې حساب وتړل شي.

وروسته کولای شئ، د روشن یوې څانګې ته ورشئ او خپل سیمکارت مو بیا ترلاسه کړئ او ام-پیسه خدمتونه بیا فعال کړئ.

    • کله چې د ام-پیسه یوه حساب ته په سهوې سره پیسې ولېږم څه وکړم؟

پیرودونکي باید تر هرې معاملې وروسته، تاییدي پیغامونه په دقت سره وګورئ، چې دهغې معاملې له سموالی څخه باوري شئ. خو که په داسې وخت کې کومه سهوه رامنځ ته کیږي، ژر تر ژره د مرستې ترلاسه کولو لپاره د ام-پیسه کومکي کرښې سره په اړیکه کې شئ.

    • کله مې چې د پیژندنی کارت یا تذکره له یاده وتلی وي، کولی شم له کومې څانګې څخه پیسې تر لاسه کړم؟

نه، مخکې له دې چې استازی تاسی ته پیسی درکړي، اړینه ده چې ستاسې هوییت څرګند شي.

    • ایا کولی شم د نورو داخلي شبکو سیمکارتونو ته، کرېډېټ واخلم؟

اوس مهال، یوازې کولای شئ خپلو ملګرو او د کورنیو غړو ته چې روشن سیمکارتونه لري، کرېډېټ واخلئ.

    • له ام-پیسه څخه د پیسو د معاملو لګښت څومره دی؟

تاسې کولای شئ، د ام-پیسه خدمتونو یوې څانګې ته په ورتلو، د ام-پیسه ویبپاڼې له لاری او یا هم د ام-پسه مرستندویه کرښې سره د اړیکې له لارې، د پیسو د معاملو له فیس څخه خبر شئ.